دولسی جرګی غړو دخپلو ځانونو له ویری داوړی رخصتی وځنډوله
سلام خان سلام خان

ولسي جرګې د ولسمشر له خوا د پاتې وزارتونو او خپلواکو رياستونو لپاره د کانديدانو او د محکمې د دريو غړو د ورپېژندنې په پلمه خپله د اوړي رخصتي پنځلس ورځې وځنډوله ،داسې ښکاري چې د جرګې د رخصتۍ د ځنډ لامل هغه څه نه دى، چې د ولسي جرګې غړي يې يادوي، بلکې د ولسي جرګې غړو له دې ويرې چې ددوى د رخصتۍ په وخت کې به اختصاصي محکمه ددوى په اړه پرېکړه وکړي خپله رخصتي وځنډوله،په داسې حال كې چې د ولسي جرګې له پرانستلو څه كم پنځه مياشتې اوړي، او پرلپسې ۵۴ عمومي غونډې يې هم ترسره شوې، خو د تيركال د سنبلې د ۲۷ نېټې په ټاكنو كې د پراخو درغليو او سرغړونو له امله يو شمېر وكيلانو جرګې ته لارپېداكړه چې بيا د ولسسمشر كرزي په حكم او د سترې محكې په اقدام د يادو سرغړونو او درغليو د څيړلو لپاره ځانګړې محكمه جوړه شوه. اوسمهال ويل كېږي دغې محكمې خپلې څېړنې پاى ته رسولي او ټاكل شوې چې په روانه اونۍ كې خپله وروستۍ پرېكړه اعلان كړي ،د لويې څارنوالۍ او د يادې محكمې د چارواكو په وينا ممكن اتيا وكيلان د درغليو او سرغړونو او د رشوت وركولو له امله له جرګې څخه و ايستل شي.

 د ولسي جرګې ځينو غړو په عمومی غونډه کې په ښکاره په دې اړه څرګندونې وکړي او ويل يې جرګه بايد د دوبي رخصتۍ وځنډوي، ځکه له امکانه لرې نه ده، چې د وکيلانو په نه شتون کې اختصاصي محکمه خپله پرېکړه اعلان کړي ،همداراز د ولسي جرګې ځینو غړو وويل چې د اوړي د رخصتيو ځنډول د هغو وكيلانو خوښه او غوښتنه وه چې تيركال يې په درغليو او سرغړونو ولسي جرګې ته لار موندلې ده. د هغوی  په وینا د رخصتيو ځنډول د اساسي قانون او د كورنيو دندو د اصولو پرخلاف ده، او له دې وروسته د جرګې عمومي غونډې جوړول له اساسی قانون سره په ټکر کی دې.

په هفې غونډه کې، چې د ولسي جرګې د رئیس الحاج عبدالرووف ابراهیمي په مشرۍ دغبرګولی په ۱۴ نیټه جوړه شوې وه، د غونډې برخه والو له اجنډا سره سم ددوبى د رخصتیو په اړوند، چې ایا د اساسي قانون او کورنیو دندو د اصولو په رڼا کې رخصتیو ته ولاړ شي او یا خپل کار ته دوام ورکړي. خبرې وشوې. دولسي جرګې د مطبوعاتي دفتردخبر په  اساس په غونډه کې، د وزیرانو، لوی څارنوال او د سترې محکمې د عالي شورا د غړو د معرفي کیدو ځنډ، د ټاکنو د ځانګړې محکمې د برخلیک څرنګوالی، د دودیزې لویې جرګې د ګډونوالو ترکیب، ولسي جرګې ته د هیواد د اساسي کرښو وړاندې کول، د جرګې د پریکړو په اړوند د حکومت بې توپيرى، په یوشمیر ولایتونو او لرې پرتو ولسوالیو کې د امنیت نشتوالی او ځینې نور موضوعات ، هغه څه و، چې د ځینو په باب یې د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو بحث او د ځینو نورو په اړوند یې خپلې اندیښنې په ډاګه کړې. دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې اووه وزارتونه د سرپرستو وزیرانو له لوري اداره کیږي، د سترې محکمې د عالي شورا د غړو او لوی څارنوال د خدمت موده پای ته رسیدلې ده او ټاکل شوې ده، چې په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت او د دولت له وسله والو مخالفانو سره د سولې او خبرو اترو په موخه په نږدې راتلونکې کې دودیزه لویه جرګه جوړه شي. د ولسي جرګې یو شمیر غړو په حکومت کې د پراخ اداري فساد شتون، په حکومتي ادارو کې د قانون نه پلي کیدل، په اداري چارو کې نه همغږي، د زرګونو ځوانانو وزګارتيا، د جګپوړو چارواکو له لوري په سترو تړونونو کې د اختلاس شتون، د خوراکي او نفتي توکو د بیو د لوړوالي او په دې باب د حکومت نه پاملرنه، له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو لیږد، د امنیت د نشتوالي له کبله له هیواد نه د پانګه والو وتل، د سیاسي او پوځي شخصیتونو ترور، د بهرنیو ځواکونو له لوري د استوګنې په کورونو بریدونه هغه ستر خنډونه په ګوته کړل، چې د خلکو د امنیت د ټینګښت، پرمختګ او د هیواد د هوساینې په لار کې موجود دي د خلکو یو شمیر استازو د جرګې ځینو غړو ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې په پرله پسې ډول په عمومي او د کمیسیونونو په غونډو کې ګډون نه کوي او دا ډول مسائل د جرګې د پریکړو د نه پلي کیدو لامل او د ولسي جرګې پر وړاندې د حکومت د بې توپيري سبب ګرځیدلي دي. همداراز د غونډې برخه والو د دوبى د رخصتیو په باب هم هر اړخیز بحث وکړ او په دې برخه کې یې بیلا بیل نظرونه وړاندې کړل، په پای کې د رایو په اکثریت پریکړه وشوه، چې تر پنځلسو ورځو یانې د غبرګولي د میاشتې تر پایه خپل کار ته دوام ورکړي. د اساسي قانون او کورنیو دندو پر بنسټ ولسي جرګه په یوه کال کې درې میاشتې رخصتي لري، چې یوه نیمه میاشت یې په دوبى او یوه نیمه میاشت یې په ژمي کې وي. ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې غړي د غبرګولي له شپاړسمې نیټې څخه د پنځه څلویښتو ورځو یانې د زمري تر لومړۍ پورې د دوبى له رخصتیو څخه ګټه واخلى، خو هغوی د غبرګولي تر پایه پورې خپل کار ته دوام ورکوى یو شمیر استازو دجرګې د کار دوام د اساسي قانون او کورنیو دندو د اصولو خلاف وباله، هغوی ټینګار وکړ، چې جرګه دې په نورمال ډول خپلې رخصتۍ پیل کړي او له رخصتیو وروسته دې د کابینې پاتې غړو ته د باور رایه ورکړي. په پای کې په دې اړوند، چې ایا ولسي جرګه تر پنځلسو ورځو پورې خپل کار ته دوام ورکړي او یا د دوبى رخصتۍ پیل کړي، د رایو په اکثریت پریکړه وشوه، چې ولسي جرګه دې د ترراتلونکو پنځلسوورځو پوری خبل کار ته دوام ورکړې ، د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي په غونډه کې اعلان وکړ، چې ولسمشر حامد کرزي نوموړي ته د ټېلېفوني اړيکې له لارې ويلي، چې د وزيرانو په نوملړ کار کوي او د ولسي جرګې غړي اوس کولى شي، د دوبي په رخصتۍ ولاړ شي ،د ابراهيمي په وينا، حامد کرزي زياته کړې ده ؛ کله چې نوملړ بشپړ شو، دباور رايې د اخيستو لپاره به يې ولسي جرګې ته معرفي کړي

ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزى ډير ژر خپله ټوله کابينه له سره جوړه کړي ، د ولسي جرګې يو وکيل چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي  وويل چې نن د ولسي جرګې له اداري پلاوي او د کميسيونونو د مشرانو سره ولسمشر کرزي کتنه درلوده او ولسمشر وويل چې دده په مشرۍ يو مهم کميسيون په ټوله کابينه کار کوي او ډير ژر به ټوله کابينه له سره جوړه او ولسي جرګې ته به يې د باور رايې د اخيستلو لپاره وړاندې کړي ،

ولسمشر حامد کرزی يو ځل بيا د ولسي جرګې د ټاکنو اړوند د ستونزو په حل کې، د درې ګونو قواوو ترمنځ د همکارۍ پر اړتيا ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ، چې د افغانستان حکومت هېڅکله اجازه نه ورکوي، چې ټاکنيزې ناندرۍ په هېواد کې د ستونزو د زياتېدو لامل وګرځي ،نوموړي وويل :دا د حکومت دنده چې د اصلاح په لاره کې هڅه وکړي او د هر ډول احتمالي ستونزو له رامنځته کېدو څخه مخنيوى وکړي ،دغه خبره ولسمشر حامد کرزی نن دولسی جرګی دمشر،مرستیالانو،اداری پلاوی او دجرګی دکمیسیونونو له رئیسانو سره دغبر کولی به ۱۶ نیټه په خپله لیدنه کی له هغوی سره کړی ده،پای 

 

 


June 7th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها